اصلي منځپانګه دانګل
کور(https://asa.gov.af/ps)
زموږ په اړه(https://asa.gov.af/page/1239)
د اسلامی علومو معاونیت
د اسلامي علومو معاونیت
الف: پیژندنه
لنډ تاریخ: ( ۱۳۷۲ ه) هجري لمریز کال کې د افغانستان د با شهامته او زړورو مجاهدینو له خوا له هېواد څخه د شوروي پوځ او د ددوي لاسپوڅې متحدین له وېستلو او د اسلامي حکومت له جوړېدو څخه وروسته د افغانستان د علومو اکاډمي په تشکیلاتو کې «د اسلامي علومو معاونیت » رامنځ ته شو. او د محدودو تشکیلاتو په درلودلو سره په درې ګونو مرکزونو ؛ تفسیر او حدیث، فقه او قانون، عقیده او ثقافت کې په علمي او څیړنیزو فعالیتونو پیل وکړ.
ب: تشکیلات
په هېواد کې د اسلامي علومو د بېلابېلو څانګو د مطالعې او څېړنې شدیده اړتیا ددې لامل شوه، چې دغه علمي - څېړنیزه اداره «د افغانستان د علومو اکاډمي» په تشکیلاتو کې په جامع او وسطې فکر سره د تفسیر ، علوم القران، علوم الحدیث، فقه او اصول فقه ، قانون، عقیده، ثقافت، د اسلام تاریخ، تصوف او اسلامي عرفان په برخو کې علمي څېړنې د ترسر کولو په موخه « د اسلامي علومو د څېړنو معاونيت » په ۱۳۷۲هـ.ش کال د وخت د اسلامي دولت د (۳۰۸۲) ګڼې د(16/9/1372 ه.ش) نېټې فرمان له مخې د علومو اکاډمي په تشکيل کې زيات شو چې اوسمهال د معاونيت يو بست (۵) مرکزونه (۸) انسټيټوټونو آمريت، (۱۲) ډيپارټمنټونو آمريتونه او يو د «تبيان» مجلې علمي- څېړنيز آمريت لري چې په لاندې ډول دي:
۱- معاون/ ما فوق بست.
۲- د تفسير او حديث مرکز رياست: دغه رياست دوه انسټيټيوټونه او دوه ډيپارټمنټونه لري چې په لاندې ډول دي:
الف: د تفسير او قرآني علومو د انسټيټوټ آمريت: د تفسير په نوم ډيپارټمنټ لري چې د تفسيرونو او قرآني علومو په اړه تحقيق، کار او فعاليت کوي.
ب: د حديث او د اصول حديث د انسټيټوټ آمريت: د حديث په نوم ډيپارټمنټ لري چې په انسټيټوټ له خپل ډيپارټمنت سره يو ځای د رسول الله صلی الله عليه وسلم د احاديثو او د اصول حديث په اړه څېړنه او فعاليت کوي.
۳- د فقهې او قانون مرکز رياست: دغه مرکز دوه انسټيټوټونه او څلور ډپيارټمنټونه لري چې په لاندې ډول دي:
الف: د فقهې او د اصولو فقهې د انسټيټوټ آمريت: دا انسټيټوټ د فقهې او د اصولو فقهې په نومونو دوه ډيپارټمنټونه لري: چې د فقهې د علم او اصول فقهې په هکله تحقيق او کار کوي.
ب: د قانون انسټيټوټ آمريت: دا انسټيټوټ د قانون ډيپارټمنټ او د ښځې او کورنۍ ډيپارټمنټ لري، چې د قوانينو، حقوقو او د کورنيو اړوندو چارو په هکله څېړنې او کار کوي.
۴- د عقېدې او ثقافت مرکز رياست: دغه رياست دوه انسټيټوټونه او دوه ډيپارټمنټونه لري چې په لاندې ډول دي:
الف: د عقيدې انسټيټوت آمريت: چې دوه ډيپارټمنټونه لري يو د عقيدې ډيپارټمنټ او بل د تصوف ډيپارټمنټ دی چې دعقيدې او تصوف په اړه څېړنه او فعاليت کوي.
ب: د ثقافت انسټيټوټ آمريت: چې د اسلامي ثقافت په هکله تحقيق او کار کوي.
۵- د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسايلو څېړنیز مرکز رياست:
په نړۍ کې بېلابېل اقتصادي نظامونه رامنځته شوي، چې ډېری يې د نامسلمانو له خوا طرح شوي او پر اسلامي نړۍ تپل شوي دي. په داسې حال کې چې د اسلام مبارک دين يو پراخ او هر اړخيز دين دی چې د انسان د ژوند په هره برخه کې لازمې لارښوونې لري ، هغه که په اقتصادي برخه کې وي او یا هم په نظامي، سياسي، اخلاقي، فردي او ټولنيزو برخو کې وي.
اسلامي اقتصاد هم د اسلامي نظام یوه برخه ده. که څه هم «اسلامي اقتصاد» یوه نوې اصطلاح ده؛ خو «اسلامي اقتصاد» چې له کوم مسائلو څخه بحث کوي له پيل څخه په اسلام پورې اړه لري، له لومړې ورځې څخه د اقتصادي او مالي مسائلو په اړه په قرانکريم او صحيح احاديثو کې د انسانانو لپاره لازمې لارښوونې شوې دي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم اساسي قوانين او عمومي اقتصادي اصول بيان کړي دي، د مال ګټې او تاوانونه ، د مال د ترلاسه کولو حلالې او حرامې طریقې او د شتمنې د مصرف کولو احکام او مسائل په څرګند ډول بیان کړې دي. په خپل ژوند کې یې عملې توګه مثالونه هم وړاندې کړي دي.
خو له بده مرغه د مسلمانانو د یووالې او د عثماني خلافت له سقوط وروسته نور مسلمانان په څو ډلو او هیوادونو وویشل شول، او په ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي برخو کې کمزوي او ناتوانه شول همدې کمزورتیا د غربي استعمار د اشغال لپاره یې زمینه برابره کړه، پایله يې دا شوه چې مسلمانان یې له خپلو عقیدو او اخلاقو څخه لرې کړ او په سیاسي او اقتصادي برخو کې د دوی تر خپل ولکې لاندې را وستل.
د اقتصادي استعمار ترڅنګ؛ د مسلمانانو فکري او ایډیالوژیکي استعمار هم پیل شو. د سیکولریزم او الحاد بلنه عامه شوه او د ډیرو مسلمانانو په ذهنونو کې دا خبره واچول شوه چې ګوا اسلام یوازې تر عبادت پورې اړوند ده او له اقتصاد او سیاست سره هیڅ تړاو نه لري.
الحمدلله له فتحې او سیاسي بدلون وروسته په ګران هیواد کې اسلامي نظام حاکم شو او غوښتنه یې دا وه چې دا نظام دې د انسان د ژوند په ټولو برخو کې حاکم وي.
دا چې تر دې وړاندې د هېواد اقتصادي او بانکي نظام پر غیر اسلامي اصولو ولاړ وو، نو ځکه «د افغانستان د اسلامي امارت» د رهبرۍ مقام ته لازمه وه چې ژر تر ژره دغه نظامونه د الهي احکامو او شرایطو پر بنسټ پر مالي او اقتصادي نظامونو بدل کړي.
د همدې موخې د ترلاسه کولو په موخه «د افغانستان د علومو اکاډمي» په تشکیلاتو کې د «اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو څېړنیز مرکز» جوړ شو او د اقتصادي او بانکي نظامونو د اصلاح او په اسلامي بڼه د بدلولو مهم مسؤولیت یاد مرکز ته وسپارل شو.
پيژنده
«د اسلامي بانکدارۍ او د معاصرو مسائلو څېړنیز مرکز» یو دولتي مرکز دی چې په ( ۲۳/۵/۱۴۴۳ هـ ق سره کال ۶/۱۰/۱۴۰۰ هـ ل سمون خورې) د افغانستان د علومو اکاډمي په تشکیلاتو کې تأسیس شو او هدف یې د هېواد مالي او بانکي چارې د اسلامي اقتصاد او بانکدارۍ د اصولو په رڼا کې اسلامي کول دي؛ د بازار مونده چمتو کول، د ټولو اقتصادي مسائلو د اسلامي مقرراتو سره سم تنظیمول او په اسلامي بانکوالۍ او معاصرو مالي معاملاتو کې بشپړې څیړنې ترسره کول.
ياد مرکز په اړوندو څانګو کې د وړ متخصصينو او ژمنو کدرونو په در لودلو سره د هېواد او هېوادوالو په خدمت کې دي، او اصلي موخه يې د اسلامي بانکدارۍ او اسلامي اقتصاد وده ده.
تأ سیس
د افغانستان د اسلامي امارت د مصوبې د (۱۵) ګڼې (۲) فقرې(۱۶/۵/۱۴۴۳ هـ ق چې د ۲۹/۹/۱۴۰۱ هـ ل) نیټې له مخې د «افغانستان د علومو اکاډمي»په تشکیلاتو کې د «اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو د څيړنې مرکز» په نوم يو ریاست جوړ شو.