اصلي منځپانګه دانګل

کور(https://asa.gov.af/ps)

زموږ په اړه(https://asa.gov.af/page/1239)

د علومو اکاډمي پیژندنه

د علومو اکاډمي پېـژندنه

د دغه علمي ـ څېړنیز ارګان بنسټ څه باندې یوه پېړۍ مخکې کېښودل شو چې لومړی نوم يې «مرکه د پښتو» یا «پښتو مرکه» و. دې مرکې د ۱۳۰۱ لمریز کال د لړم په میاشت کې د مولوي عبدالواسع پر مشرۍ او د وخت د امیر شاه امان الله خان تر مستقیم نظر لاندې د ارګ (کابل) په شمالي برج کې فعالیت پیل کړ .

رسمي غړي يې دوه تنه او افتخاري يې زیات وو. پښتو مرکه لومړی په ۱۳۰۲ لمریز کال کې د پوهنې وزارت درېیم ریاست و او د ۱۳۰۸ لمریز کال په داخلي اړ و دوړ کې دغه علمي او اکاډمیک مرکز له منځه ولاړ. تر دې وروسته په ۱۳۰۹ لمریز کال د محمد نادر خان د واکمنۍ پر مهال د نوموړي د ځانګړي فرمان پر اساس د کابل ادبي انجمن جوړ او کابل مجله د دغه انجمن لومړنۍ چاپي خپرونه وه. دا انجمن د ادبیاتو د ودې، سبکي یووالي، د لیکوالۍ لارې چارې، د هېواد تاریخ پېژندنه، مشاهیر او د هېواد د تېرو ویاړلو شخصیتونو د پېژندنې په موخه جوړ شو چې احمد علي خان درانی يې لومړی ځل مرستیال او وروسته د انجمن مدیر وټاکل شو .

تر احمد علي خان دراني وروسته محمد نوروز خان د دغه انجمن مدیر وټاکل شو. دغه انجمن په ۱۳۱۱ لمریز کال کې (سالنامه مجله کابل) خپره کړه او د څلورو ګڼو تر چاپ وروسته يې نوم (سالنامه کابل) ته واوښت چې تر نهمې ګڼې په همدې نوم خپرېدله. کابل ادبي انجمن د ۱۳۱۶ لمریز کال د غويي میاشتې په لومړۍ نېټه، په پښتو ټولنه بدل شو چې دې ټولنې ته د هېواد د ټولنیزو علومو وده، د تاریخ تدوین او د هېواد د فرهنګي مسایلو پراختیا او پرمختیا ور تر غاړې شول .

په ذکر شوي کال کې کله چې کابل ادبي انجمن پر پښتو ټولنه بدل شو، نو (سالنامه کابل) دوام کوي او په نهمه ګڼه کې يې نوم (د کابل کالنۍ) ته بدلېږي چې د اتلسمې ګڼې تر چاپ وروسته د مطبوعاتو د ریاست اړوندېږي. پښتو ټولنه د هېواد د علمي او اکاډمیک بنسټ په حیث جوړه شوه، سردار محمد نعیم خان چې د وخت د پوهنې وزیر و، د پښتو ټولنې مشري يې هم پر غاړه وه او دې ټولنې ته يې د یوې علمي اکاډمۍ شکل ور کړ .

تر هغې وروسته چې کابل ادبي انجمن پر پښتو ټولنه یا افغان اکاډمۍ ونومول شو، نو د دغه بنسټ په دندو، غړو او تشکیل کې پراخوالی راغی.