اصلي منځپانګه دانګل

کور(https://asa.gov.af/ps)

زموږ په اړه(https://asa.gov.af/page/1239)

علومو اکادمي تاریخچه

د افغانستان د علومو اکاډمي تاریخچه

د دې علمي- څېړنیزې ادارې اساس او بنسټ شاوخوا۹۰کاله مخکې وخت ته رسیږي چې په دې ډول دی:

پښتو مرکه: یا«مرکه د پښتو» د۱۳۰۱ش.کال د عقرب په میاشت(۱۹۲۲م.)کې د شاه امان الله خان د واکمنۍ په دوره کې د مولوي عبدالواسع په ریاست د کابل د ارګ په شمالي برج کې پرانستل شوه او په ۱۳۰۲ش. کال(۱۹۲۳م.)يې د دریم ریاست په توګه د پوهنې وزارت په اډانه کې فعالیت کاوه او په هېواد کې د لومړني علمي او اکاډمیک مرکز په توګه پېژندل شوی دی. دا مؤسسه د ۱۳۰۳ش.کال په اړودوړ کې له منځه ولاړه.

کابل ادبي انجمن: د ایجاد فرمان يې د محمد نادرخان د واکمنۍ پرمهال(۱۳۰۹ش.)صادر او په ۱۳۱۰ش. (۱۹۳۱م.)کال د «کابل»مجلي په خپرېدو سره يې رسماً کارپیل کړ او لومړنی رئیس يې محمدنوروزخان و. دا انجمن په ۱۳۱۱ش.کال یعنې د خپل فعالیت په دوهم کال يې«سالنامۀمجلۀکابل» هم تر څلورمې ګڼې خپره کړله او کله چې انجمن په «پښتو ټولنه»بدل شو د سالنامې نوم «کابل کالنۍ» شو او تر ۱۸ګڼې پورې دپښتو ټولنې له لارې خپرېده. په ۱۳۲۹ش.(۱۹۵۰م.)کال د کالنۍ د خپرېدو لړۍ د مطبوعاتو په مستقل ریاست پورې اړونده شوه. «کابل»مجله تراوسه په علومواکاډمي کې د ژبو او ادبیاتو د مرکز له خوا خپریږي.

کندهار ادبي انجمن(پښتو ادبي انجمن): د۱۳۱۱ش.کال په مني(۱۹۳۲م.)کې يې د محمدعثمان خان بارکزي په ریاست فعالیت پیل کړ او د دې انجمن خپرنیز ارګان«پښتو»مجله وه، چې تر اوسه د علومواکاډمي په اډانه کې د پښتو څېړنو د نړیوال مرکز له خوا د یونسکو په رسمي ژبو خپریږي.

پښتو ټولنه: د ۱۳۱۶ش.کال د ِغويي په میاشت(۱۹۳۷م.)کې د پورته یاد شوو انجمنونو له یوځای کېدو څخه «پښتو ټولنه»د یوې علمي او اکاډمیکې ادارې په توګه رامنځ ته شوه او د وخت د پوهنې رئیس سردار محمدنعیم خان يې افتخاري رئیس و. «پښتو ټولنه»چې د«پښتو اکاډمي او افغان اکاډمي»په نومونو هم یاده شوې ده،په۱۳۱۸ش.کال، د مطبوعاتو د مستقل ریاست تر ایجاد وروسته په دغه نوی تشکیل شوي ریاست پورې اړونده شوه.